Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لوګر د محمداغې سرپرست څارنوال د بډې اخیستو په تور نیول شوی

پل علم (پژواک، ١١ غويی ٩٨): د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ سرپرست څارنوال د پوليسو له لوري د بډو اخيستو په تور نيول شوی دی.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي د غويي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پوليسو نن له غرمې مخکې د محمد اغې ولسوالۍ سرپرست څارنوال فريدون د سل زره افغانيو رشوت اخيستو پر مهال نيولى دى.

ده وويل چې له نيول شوي څارنوال څخه پوښتنې روانې دي او ډېر ژر به څارنوالۍ ته معرفي شي.

دغه راز د محمداغې ولسوال نورمحمد عبيدي هم پژواک ته وويل چې څو ځلې خلکو د څارنوال فريدون په اړه ده ته شکايتونه کړي وو.

هغه وايي: ((خلکو به همېشه ترې شکايت کاوه چې کار پر وخت نه خلاصوي او له خلکو پيسې اخلي، خو دا ځل ښه وشو چې د پوليسو له لوري لاس په لاس ونيول شو.))

د يادونې ده، له دې وړاندې د لوګر د احصايې مديريت ځيني کارکوونکي د بډو اخيستو په تور نيول شوي وو.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.