Language

د پکتیا ښځو لپاره سوداګريز مارکېټ لا هم نه دی جوړ شوی

ګردېز (پژواک، ١١ غويی ٩٨): د پکتيا يو شمېر مېرمنې شکايت کوي چې د يوه کال په تېرېدو سره تر اوسه د دوی لپاره د ځانګړي مارکېټ جوړولو لومړۍ چارې هم نه دي پيل شوې.

دوی له اړوندو ادارو او مسوولينو غواړي چې د ښځو اقتصادي ستونزو او اړتياوو ته په کتو هر څه ژر دغه سوداګريز ځای جوړ کړي.

شاوخوا يو کال وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني پکتيا ته سفر وکړ او د دغه ولايت له مېرمنو سره يې ژمنه وکړه چې سوداګريز مارکېټ به ورته جوړوي، خو تر اوسه د مارکېټ جوړېدو چارې نه دي پيل شوې.

د غويي په ١١مه د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د ګردېز اوسېدونکې شازيې وويل چې ډېرې مېرمنې د کور سرپرستي کوي، خو د دغه دروند مسووليت ترسره کولو لپاره په پکتيا کې دوی ته هېڅ اسانتياوې نشته.

نوموړې وويل: ((د ښځو لپاره د دغه مارکېټ جوړېدل ډېر مهم دي؛ ځکه زياتره ښځې د کور سرپرست نه لري او که د کور سرپرست هم لري، د هغوی اقتصاد ضعيف دی، د ښځو لپاره د دغه مارکېټ جوړېدل ډېر مفيد دي او په ژوند کې يې مثبت بدلون ورسره راځي.))

جميله هم د ښځو لپاره د ځانګړي سوداګريز مارکېټ پر جوړېدو ټينګار کوي او وايي چې ښځو ته لا هم د اساسي کارونو ترسره کېدو پر ځای ضمني او موقتي پروژې پلې کېږي.

دا وايي: ((دا ډېره ضرور ده چې ښځو ته داسې يو ځای جوړ شي چې دوی هلته کار وکړي او کوم لاسي صنايع او نور څه چې جوړوي او توليدوي، هغه په کې خرڅ کړي.))

د سوېل ختيځ زون د ښځو شبکې مشره زرغونه همت وايي چې ولسمشر شاوخوا لس مياشتې وړاندې پکتيا ته د سفر پر مهال له مېرمنو سره کلکه ژمنه کړې وه چې د ښځو د اقتصاد پياوړي کولو لپاره به ورته ځانګړی سوداګريز ځای جوړوي خو دغه خبره تر اوسه نه ده عملي شوې.

همت مېرمنو ته پر خپل مالکيت د کاري فرصتونو او سوداګريزو اسانتياوو برابرول او پراخول بنسټيزه چاره يادوي او وايي چې په دې برخه کې بايد د صنعتي او متشبثو مېرمنو لاسنيوي ته جدي پام وشي.

نوموړې پژواک ته وويل: ((پکتيا کې د داسې يوه تجارتي ځای جوړول ډېر ضرور دي چې په هغه کې مېرمنې کار وکړي، خريد و فروش وکړي څو خودکفا شي.))

مدني فعال سيد جمال الدين اصف خېل د کورني تاوتريخوالي يو لوی عامل د کورنيو کمزوری اقتصاد بولي او ټينګار کوي چې د سړيو تر څنګ ښځو ته هم بايد د کار کولو زمينه برابره شي.

اصف خېل وايي: ((د ښځو اقتصادي حالت ډېر خراب دی، د جګړې، مهاجرت او بېسوادي سربېره د مېرمنو د ژوند خرابوالي يو لوی لامل همدا د ښځو فلج اقتصادي حالت دی.))

login or register a new account.