Language

بغلان کې د کابل- شمال تړل شوې لار په مشروط ډول خلاصه شوه

پلخمري (پژواک، ۱۲ غويی ۹۸): د کابل- شمال لويه لار چې له يوې اوونۍ راهيسې د بغلان په مربوطاتو کې تړل شوې وه، په مشروط ډول د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوه.

شپږ ورځې مخکې له بغلانه ولسي جرګې ته د نوماند محبوب الله غفاري پلويانو په پلخمري ښار کې د کابل- شمال لويه لار د ترافيکو پر مخ وتړله چې له امله يې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شول.

خو د دغه لاريون يوه تنظيموونکي سيد انور خان د غويي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د حکومتي ارګانونو په منځګړتوب دغه لويه لار بېرته پرانيستل شوې ده.

هغه وايي: ((موږ سره د ملي امنيت شورا، سيمه ييزو ارګانونو او کورنيو چارو وزارت استازو خبرې وکړې او زموږ درې شرطونه يې ومنل چې په هغه کې د محبوب الله غفاري خوشې کېدل، د بغلان د رايو بيا شمېرنه او په لاريون کې د وژل شوو او ټپيانو پوښتنه کول، شامل دي.))

ده زياته کړه که چېرې دغه غوښتنې د راتلونکي چهارشنبې تر ورځې عملې نه شي، دوی به يو ځل بيا دغه لار د ترافيکو پر مخ وتړي.

په دې اړه د بغلان د والي وياند محمود حقمل پژواک ته وويل چې لاريون د خلکو مدني حق دى او حکومت هم بايد د قانون په چوکاټ کې د خلکو غوښتنو ته ځواب ورکړي.

ده زياته کړه: ((د لاريون کوونکو او حکومت ترمنځ د شوې موافقې ټولې مادې به د قانون په چوکاټ کې عملي کېږي.))

حقمل هم وويل چې دا مهال د کابل- شمال لويه لار د ترافيکو پرمخ پرانيستل شوې ده.

د يادونې ده، دوه ورځې وړاندې د بغلان په خنجان ولسوالۍ کې د يوه بل کانديد پلويانو هم د کابل- شمال لويه لار تړلې وه چې بيا يې په مشروط ډول بېرته خلاصه کړه.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.