Language

د بغلان دیني عالمانو روژه کې د اوربند کولو غوښتنه وکړه

پلخمري (پژواک، ١٢ غويى ٩٨): د بغلان ولایت یوشمېر دیني عالمانو له حکومت او طالبانو څخه د روژې مبارکې میاشتې په خاطر دغې یوه میاشت کې د اوربند کولو غوښتنه وکړه.

د بغلان د دیني عالمانو د ټولنيزې شورا رئیس مولوي سراج الدین سیرت په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل، دوى له کلونو راهیسې د سولې چيغې وکړې، اوس طالبان او حکومت هم د سولې دغه غږ تر یو بریده د سولې د خبرو په پیل بدرګه کوي، دا ښه زېری دی، خو لومړی دې دواړه پر اوربند سره سلا شي.

ده زياته کړه: ((د جګړې پر دواړو خواوو غږ کوو چې دغه روانه جګړه چې هره ورځ موږ وژني، نور بس ده، راځئ د روژې مبارکې مياشتې په خاطر يوه مياشت اوربند وکړئ، ترڅو افغانان، لکه د نړۍ د نورو مسلمانانو په څېر په ارامه فضا کې عبادت وکړي.))

د بغلان د حج او اوقافو رئيس مولوي نقيب الله سجاد وويل، ديني عالمانو تل د سولې پلوي کړې او همدا اوس چې د لويې جرګې په تالار کې د سولې په موخه جرګه روانه ده، دوى يې ملاتړ کوي او هيله مند دي چې دغه جرګه به حکومت ته د سولې په اړه رښتينې مشوره ورکړي.

دى زياتوي: ((چېرته چې سوله نه وي، هلته ژوند ټکنی وي، خلک یو له بله وېره لري او په اسلام کې د وېرې ژوند نشته، نو ولې موږ د هغې جګړې چې هدف یې نامعلوم دى او تر شا یې د هېواد ګټې هم نه وي، ملاتړي شو، ښه دا ده چې سوله وشي او دغه څلوېښت کلن مبهم جنګ پاى ته ورسږي.))

يوه بل ديني عالم مولوي سردار ولي وويل، خلک تر پخوا هوښيار شوي، نور جنګ نه غواړي، هغه چې د جګړې دوام کې خپلې ګټې ويني او نه غواړي سوله راشي، وخت يې دى چې ولس يې پر وړاندې ودرېږي.

په دې غونډه کې ګڼ شمېر نورو کسانو هم له دواړو خواوو د روژې مبارکې مياشتې د راتګ په وياړ د اوربند کولو غوښتنه وکړه.

په بغلان کې دیني عالمان په داسې حال کې له حکومت او طالبانو د اوربند غوښتنه کوي چې زرګونه کسان د سولې په اړه حکومت ته د مشورې ورکولو لپاره په کابل کې جرګه شوي دي.

login or register a new account.

Related Topics