Language

د بلخ دیني عالمان: د سولې له مشورتي لویې جرګې سره به د سولې خبرې چټکې شي

مزارشريف (پژواک، ۱۲ غویی ۹۸): د بلخ ولايت لسګونه ديني عالمان وايي چې د سولې لويه مشورتي جرګه د هېواد او خلکو په خير ده او زياتوي چې د يادې جرګې له امله به د سولې روانې خبرې چټکې شي.

دغو ديني عالمانو له افغان حکومت او وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه چې د روژې مبارکې مياشتې په احترام اوربند اعلان کړي.

دوي وايي، روژه د خدای تعالی د رحمتونو، عبادتونو مياشت ده چې بايد وسله وال طالبان له وينې تويولو لاس واخلي او د  سولې خبرو ته کېني.

ديني عالم  مولوي شجاع الدين  له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې د روانې جګړې له دواړو خواو وغوښتل څو د روژې مبارکې مياشتې په پار دې  اوربند وکړي.

نوموړي  زياته کړه، افغانان له جګړې ستړي دي او زياته يې کړه چې ژر تر ژره دې د افغانانو د وينو تويولو مخه ونيول شي.

هغه همدا راز غوښتنه کوي چې د سولې روانې خبرې بايد بين الافغاني وي چې په وينا يې بهرنيان نه شي کولی  پرته له بين الافغاني مذاکراتو د سولې پروسه بريالۍ کړي.

نوموړی همدا راز د سولې مشورتي لويه جرګه مهمه بولي او وايي چې که د خلکو غږ ته انعکاس ورکړل شي نو د جرګې پرېکړې به د سولې له پروسې سره ډېره مرسته وکړي.

د بلخ د حج اوقاف رياست د مساجدو عمومي مدير مولوي عبدالحنان پژواک ته وويل چې طالبان بايد له بين الافغاني مذاکراتو تېښته ونه کړي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ هيله من يو چې د سولې مشورتي لويه  جرګه به د دې جګړې لپاره حل لار پيدا کړي او ټول بايد د همدغه ولس چې په جرګه کې يې ګډون کړی، خبرو ته احترام وکړي.))

نوموړي د جنګ له ښکېلو خواو وغوښتل چې په روژه کې د يو بل له وژلو او وينو تويولو لاس واخلي.

مولوي سيد محسن حسيني هم له پژواک سره  خبرو کې د يوې تلپاتې سولې پر راتلو ټينګار درلود.

هغه وويل چې ديني عالمان به  د سولې راوستو په برخه کې  خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

login or register a new account.