کندهار (پژواک، ۱۲ غویی ۹۸): د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې د پولیسو او وسله والو تر منځ په نښتو کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي پژواک خبري اژانس ته وویل، لسګونو وسله والو د دغې ولسوالۍ د چنار په سیمه کې د پولیسو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي او د دواړو لورو تر منځ درنه جګړه شوې ده.
هغه زیاته کړه، په دغه څو ساعته جګړه کې ۱۱ وسله وال وژل شوي او ۹ تنه ټپیان شوي دي، دغه راز ۴ پولیس هم وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.
خو وسله وال طالبان بیا ادعا کوي چې په دغو نښتو کې یې ۱۸ پولیس وژلي او یو تن یې نیولی دی.
د دغې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې د خاکرېز په باخلیل او چنار سیمو کې یې د پولیسو دوه او د میوند په ښامیر کلا کې یې یوه پوسته نیولي او یوه اندازه وسلې او مهمات یې لاس ته ورغلي دي.
خو چارواکي د وسله والو دا ادعاوې ردوي.
خاکرېز ولسوالي د کندهار ښار په شمال کې د ٦٠ کيلو متره په واټن پرته ده چې په ډېرو سیمو کې یې وسله وال طالبان فعالیت لري.
د هوا له ګرمېدو سره یو ځل بیا په ولسواليو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د وسله والو بریدونو زور اخیستی دی.
login or register a new account.