Language

په قره باغ کې د ملکيانو پر موټر بريد کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

غزني (پژواک ١٢ غويى ٩٨): د غزني چارواکي وايي چې په قره باغ ولسوالۍ کې د ملکي کسانو پر موټر برید شوى چې په ترڅ کې یې پنځو کسانو ته مرګ ژبله اوښتې ده.

د قره باغ ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونمل سید احمد، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن ماښام ناوخته وسله والو طالبانو د قره باغ ولسوالۍ د زردالو په سیمه کې د ملکي خلکو پر موټر برید کړی چې په ترڅ کې یې درې کسان وژل شوي او دوه یې ټپیان دي.

ده زياته کړه، د ټپیانو روغتیایي حالت نازک دى.

د سيمې يوه اوسېدونکي عبدالباري، پژواک ته وويل، دغو کسانو ته چې د قره باغ ولسوالۍ د ګولکو د سيمې اوسېدونکي دي، طالبانو د موټر درولو لپاره لاس ورکړى و، خو هغوى موټر نه و درولى چې په همدې سره طالبانو پرې ډزې کړي، درې تنه په کې وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.