فراه (پژواک، ۱۳ غویی ۹۸): وسله والو طالبانو د فراه په خاک سفېد ولسوالۍ کې دوه غله په عام محضر کې پر ډزو وژلي دي.
دغه پېښه نن (د غويي ۱۳مه) سهار د فراه د خاكسفېد ولسوالۍ اړوند د دېوال سرخ کلي په جمعه بازار کې رامنځته شوې ده.
ځايي طالبانو د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته ویلي چې دغو دوو غلو څه موده مخکې د هرات د شينډنډ ولسوالۍ په مربوطاتو کي موټر غلا کړی و او په ګڼو نورو جنايتونو کې هم ښکېل وو.
دوی وايي چې یاد غله یې د درې ګونو محکمو له پرېکړې او د دوی د مشرتابه له توشېح وروسته د خاکسفېد ولسوالۍ په جمعه بازار سيمه کې پر ډزو ووژل.
د یادې سیمې خلکو هم پژواک ته د طالبانو له خوا د یادو غلو وژنه تایید کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په شریعت کې د غلو لپاره د لاس او پښو پرې کولو حکم شوی، نه د اعدام یا وژلو.
login or register a new account.