Language

حکومت: طالبانو پکتيا کې د يوه سرتېري زوى او مېرمن وژلي

ګردېز (پژواک، ١٤ غويى ٩٨) : د پکتيا ولايت چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د ملي اردو د يوه سرتېري زوى او مېرمن وژلي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.  

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت د غويي په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره ورځ مازيګر مهال د احمدخېلو ولسوالۍ د حسن خېلو په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، د وسله والو طالبانو يوه ځايي قوماندان قاري عزيز د ده واده ته ورغلې مېرمن له ۱۳ کلن زوی نثار سره يو ځای په دې تور وژل شوي چې د ديدار په نامه د هغې خاوند په ملي اردو کې دنده لري.

حسرت وايي، د سرتېري ديدار مېرمن او زوی د قاري عزيز د واده په مراسمو کې د ګډون په موخه د ده کور ته ورغلي وو او د واده مراسمو د ترسرهکولو په موخه یې ورسره دېرش زره افغانۍ (چې سرباز دیدار ورته له خپل ملګري قرض کړې وې) مرسته هم کړې وه .

د والي وياند وويل چې د پکتيا امنيتي او کشفي ارګانونه د قاتل په لټه کې دي او تر نيولو وروسته به يې د قانون منګولو ته وسپاري.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دغه خبر رد کړى دى او دا يې د حکومت لخوا پروپاګند بللى دى.

login or register a new account.