کندهار (پژواک، ۱۴ غویی ۹۸): په کندهار کې د خبریالانو د دفاع بنسټونه وايي، معلوماتو ته نه لاسرسی، د زور واکو له خوا د خبریالانو ګواښل او د وژل شوو خبریالانو کورنیو ته نه رسېدنه په دې ولایت کې د خبریالانو پر وړاندې عمده ستونزې دي.
دغه څرګندونې مې درېیمه د بیان د ازادۍ د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې وشوې چې په کندهار کې پریس کلب کې د دې ولایت د ټولو خبریالانو په ګډون جوړه شوې وه.
د کندهار پریس کلب مشر جاوېد تنویر وویل، دولتي چارواکو په وار وار ژمنې کړي چې خبریالانو ته به مناسب کاري چاپېریال رامنځ ته کوي خو لا هم خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.
هغه په کندهار کې د دوو شهیدو شوو خبریالانو عبدالمنان ارغند او سلیم جان یادونه وکړه چې ولس ته د معلوماتو رسونې په لار کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ خو چې لکه څنګه چې ښايي دولت او نورو رسنیزو بنسټونو یې کورنیو ته رسېدنه نه ده کړې.
په کندهار کې د نی ادارې مسوول سمیع غیرتمل وویل، د دې ولایت ټولو خبریالانو تل د یوه ادرس په توګه خلکو ته اصلي تصویر وړاندې کړی، په داسې حال کې چې په دې لار کې د هغوی د بدنامولو هڅه شوې او ان د مرګ ګواښونه ورته شوي دي.
د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې مسوول صدیق الله خلیق وویل، دولت مکلفیت لري چې معلوماتو ته لاسرسی یقیني کړي او په دې برخه کې شته ستونزې له منځه یوسي.
هغه نیوکه وکړه چې ځینې دولتي ادارې د معلوماتو په شریکولو کې له خبریالانو او رسنیو سره توپیري چلند کوي.
په کندهار کې د بشر حقونو د خپلواکې ادارې مشر فخرالدین فایض وویل، دولت باید د بیان د ازادۍ مخنیوی و نه کړي، خبریالان و نه ځوروي او له هغوی سره پر وخت معلومات شرک کړي.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست رییس احمد شاه قادري وویل، له ښه مرغه په دې وروستیو کې معلوماتو ته د لاسرسي کمېسیون جوړ شوی او تمه ده چې د دوی له فعالیت سره به معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزې حل شي.
ده خبر ورکړ چې دغه کمېسیون په ولایتونو کې یو یو تن د خپل استازي په توګه ګوماري څو معلوماتو د لاسرسي په برخه کې خبریالانو او رسنیو ته اسانتیاوې رامنځ ته کړي.
د پروګرام په وروستۍ برخه کې یو شمېر خبریالانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول چې خلکو ته یې په بې پرې توګه د معلوماتو په رسولو کې ډېرې هڅې کړې وې.
login or register a new account.