کندوز (پژواک، ١٤ غويى ٩٨): د کندوز ولايت مقام وايي، د عامه نظم پوليسو هغه دوه سرتېري نيول شوي چې پرې پر يوې مېرمنې د جنسي تېري ادعا شوې ده.
د کندوز ولايت مقام له خوا دغويي په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ټاکل شوى پلاوى به د سرتېرو له خوا له يوې مېرمنې سره د جنسي ځورونو ادعاوې په دقيقه توګه وڅېړي.
سرچينې زياته کړې، تېره اوونۍ ددغه ولايت ابدان دښته کې د عامه نظم سرتېرو له خوا پر يوې مېرمنې د جنسي ځورونو ادعاوې ترلاسه شوې. هغه دوه تنه چې په دغه بده کړنه تورن پېژندل شوي، نيول شوي دي.
د کندوز ولايت مقام وايي، د پېښې د هر اړخیزو او دقیقو څېړنو له لپاره ګډ پلاوى ټاکل شوی، څو پېښه په هر اړخيزه ډول په دقيقه توګه وڅېړي او وروسته به يې عاملين او هغه مسوولين چې په دغه برخه کې يې غفلت کړی له قانون سره سم د خپلو کړنو سزا وویني.
په خبرپاڼه کې راغلي، امنيتي ځواکونه دخلکو د سر اومال ساتونکي دي او د تاریخ په اوږدو کې يې د خپل سر او وینې په بيه له هېواد، ځمکنۍ بشپړتیا او خلکو ساتنه کړې، هغه اشخاص او افراد چې دملي ځواکونو په لیکو کې د ملي ځواکونو د بدنامولو هڅې کوي تر تشخیص، تثبیت او پېژندلو وروسته به د قانون منګولو ته وسپارل شي.
ولايت مقام د کندوز خلکو او زیانمنې کورنۍ ته ډاډ ورکړى، چې پېښه به په هر ړاخیز ډول دقیقه وڅېړل شي، عدالت به تامین شي او عاملین به يې تر ګرم پېژندلو وروسته د خپلو کړنو سزا وويني.
login or register a new account.