Language

تخار کې امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

تالقان (پژواک، ١٧ غويی ٩٨): د تخار په خواجه بهاوالدين ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د بريد له امله اته امنيتي سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د تخار د والي وياند محمد جواد هجري د غويي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار وسله والو طالبانو د خواجه بهاوالدين ولسوالۍ په چرسي سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستې بريد وکړ.

ده وويل چې د دغه بريد په ترڅ کې اته امنيتي سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

د هغه په وينا، بريد څو ساعته دوام وکړ چې په ترڅ کې يې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

بل لور ته وسله وال طالبان هم دغه بريد تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو د تخار د خواجه بهاوالدين ولسوالۍ په چرسي او اکبر باغ سيمو کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.

ده وويل چې په دغو بريدونو کې لس حکومتي سرتېري وژل شوي، خو طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د يادونې ده، خواجه بهاوالدين د تخار له نا امنو ولسواليو ده چې ډېرى وخت په کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې کېږي.

login or register a new account.