ښرنه (پژواک، ١٧ غويی ٩٨): د پکتيکا يو شمېر ښوونکي شکايت کوي چې د پنځو کلونو په تېرېدو سره تر اوسه دوى ته د ځانګړي شوي ښارګوټي نومرې نه دي وېشل شوې چې له امله يې د سرپناه په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
خو بل لور ته د دغه ولايت د پوهنې رياست چارواکي وايي چې ډېر ژر به د ښوونکو ښارګوټي، د وېشلو چارې پيل شي.
په دې اړه د پکتيکا د يوسف خېلو ولسوالۍ د خوشال بابا لېسې ښوونکي عبدالخالق د غويي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نورو ښوونکو په استازيتوب يې د ښارګوټي په اړه د پوهنې رياست له مسوولينو او ولايتي ادارې سره اړيکه نيولې خو تر اوسه مثبت ځواب نه دى ورکړل شوى.
هغه وايي: ((هر ځل چې موږ غوښتنه کوو، وايي چې ډېر ژر به د ښارګوټي وېش پيل شي، خو دا پنځه کاله وشول دغه کار نه کېږي.))
دغه راز د مرکز ښرنې د علي بابا لېسې ښوونکي محمد نعیم پژواک ته وویل چې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې ښوونکو ته د استوګنې نومرې وېشل شوې خو پکتيکا کې دغه کار تر اوسه نه دى شوى.
ده زياته کړه: ((ښوونکي په خورا کم امتیاز ټولنې ته خدمت کوي، اړتیا ده چې د نورو ټولو خلکو په پرتله دوی ته زیاته پاملرنه وشي خو دلته دا هر څه سرچپه او برعکس روان دي.))
همدارنګه د پکتيکا د ښوونکو اتحاديې مشر معصوم کامران پژواک ته وويل چې له تېرو پنځو کلونو راهیسي د وخت د چارواکو له لوري ورسره ژمنې شوې خو د استوګنې نومرې ورته نه دي وېشل شوې.
ده ټينګار وکړ چې هر څه ژر بايد د ښوونکو لپاره د ښارګوټي وېش پيل شي؛ ځکه ډېرى ښوونکي د سرپناه په برخه کې ستونزې لري.
يو شمېر نورو ښوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ټينګار يې وکړل چې د ښارګوټي نومرو وېش بايد پيل شي.
بل لور ته د پکتيکا د پوهنې ریاست مرستیال محمد نسیم واجد پژواک ته وویل چې د ښوونکو ښارګوټي لومړني کارونه بشپړ شوي او ډېر ژر به يې د نومرو د وېش عملي چارې پيل شي.
دغه راز د پکتيکا والي مجيب الرحمن څمکني پژواک ته وويل چې ښوونکي مستحق دي او هر څه ژر بايد د استوګنې نومرې ورکړل شي.
ده زياته کړه: ((زه او ولايتي اداره ښوونکو ته احترام لرو او کوښښ کوو چې ډېر ژر ورته د نومرو وېشلو لړۍ پيل کړو.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP