ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: په بغلان کې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي

چارواکي: په بغلان کې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي

author avatar
7 May 2019 - 16:54
چارواکي: په بغلان کې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي
author avatar
7 May 2019 - 16:54

پلخمري (پژواک، ١٧ غويى ٩٨): په بغلان کې مېشت د افغان امنیتي ځواکونو مسوولین وايي چې تېره شپه یې پر ډنډ غوري سیمه شپنیو عملیاتو کې ۱۳ طالب وسله وال وژلي دي.

په بغلان کې د عامه نظم د درېيمې لوا قوماندان ډګروال غلام عباس توکلي د غویي په ۱۷مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې افغان ځانګړو امنیتي ځواکونو تېره شپه د بغلان مرکز پلخمري اړوند ډنډ غوري سیمه کې عملیات ترسره کړل چې په پايله کې يې ۱۳ وسله وال وژل شوي دي.

ده زياته کړه، په دغو عملياتو کې چې د بهرنیو ځواکونو په هوايي ملاتړ ترسره شول، په سیمه کې د وسله والو طالبانو سنګرونه او يوه اندازه درنې او سپکې وسلې هم له منځه وړې دي.

ځايي اوسېدونکي وايي چې تېره ټوله شپه یې په سیمه کې د جنګي الوتکو غږ اورېدل کېده او سهار مهال یې د بمونو غورځولو څو درانه اوازونه هم تر غوږ شول.

دوى زياتوي، په دې هوايي بريدونو کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او يو تن يې ټپي شوى دى.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

په بغلان کې پر وسله والو طالبانو دغه شپني عمليات وروسته له هغه ترسره کېږي چې تېره ورځ د بغلان والي له وسله والو د امنیې قوماندانۍ د ډله ییز برید د غچ اخیستو ګواښ وکړ.

د بغلان ولایت پر امنیې قوماندانۍ د یکشنبې ورځې په ډله ییز برید کې د ۸ بریدکوونکو په ګډون ۷۵ ملکي او نظامي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.