Language

پکتيکا کې له سلګونو زده کوونکو د کانکور ازموينه واخيستل شوه

ښرنه (پژواک ١٨ غويى ٩٨): د پکتیکا په مرکز ښرنه کې له ۱۱۷۷زده کوونکو څخه چې ۱۱ يې نجونې وې، د کانکور ازموينه واخيستل شوه.

دغه مطلب د پکتيکا پوهنتون رييس پوهنمل علي جان عادل پژواک خبري اژانس ته په ډاګه کړ.

ده وويل، د پکتيکا پوهنتون سږکال د ٧٠٠ زده کوونکو د جلب او جذب وړتيا لري چې تر ډېره به وړتيا لرونکي ځوانان وکولى شي چې لاره ورته ومومي.

د ازموينې اخيستونکي پلاوي مشر پوهنمل رحيم الله زيرک وايي چې په يادو کسانو کې د دولسم او څوارلسم ټولګيو فارغين او هم متفرقه زده کوونکي ګډون لري.

د هغه په وينا، له عصري ټکنالوجۍ څخه په استفادې په ټول هېواد کې د کانکور ازموینه خورا شفافه شوې، هیڅ جعل یا تېروتنه په کې نه کېږي او نه هم پ کې د کوم چا حق تلف کېدای شي.

دوه تنو زده کوونکو ارسلا او نوروز پژواک ته وويل، چې دوی د اړوندې ازموينې له شفافيت څخه خوښ دي او هيله لري، چې په ښو نومرو به خپل د خوښې پوهنځيو ته بريالي شي.

هغوى زياته کړه، پکتيکا د هېواد له سرحدي ولايتونو څخه دى چې د نورو برخو تر څنګ په کې د پوهنې کچه هم ټيټه ده، نو له همدې امله دې هم حکومت د دې ولايت زده کونکو ته په ځانګړي امتياز قايل شي.

یاده دې وي چې په پکتیکا کې تېر کال هم په همدومره شمېر کې نارینه او ښځینه زده کوونکو په کانکور ازموینه کې برخه اخیستي وه او پایلې يې نسبتاً ښې وې.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.