Language

د پکتيکا د څو ولسواليو د روغتيا مسوولينو د روغتيايي کلينيکونو د تړلو ګواښ وکړ

ښرنه (پژواک ١٩ غويى ٩٨): د پکتيکا د څو ولسواليو د روغتيايې برخې مسوولين وايي، که يې ستونزې ونه څېړل شي او په وخت ورته معاشونه ور نه کړل شي، دوی به اړوند ټول روغتيايې کلينيکونه وتړي.

په دې کلينيکونو کې د پکتيکا د برمل، سروبي، ګومل او څو نورو ولسواليو روغتيايي مرکزونه شامل دي چې د د روغتيا او پرمختګ اداري مؤسسې (OHPM) له خوا تمويلېږي.

د پکتیکا د سروبي ولسوالۍ د کلینیک مشر ډاکټر عبدالحق له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، چې د روغتیا په برخه کې پلي کوونکې موسسې (OHPM) ورته د پخوا په پرتله میاشتني معاشونه کم کړي، کلینیکونو ته پر وخت روغتیايي سامان الات نه رسېږي او همدارنګه درمل کم او له ځنډ سره ورکول کېږي، چې له امله یې په یادو روغتیايي مرکزونو کې کارکوونکي او ناروغان له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

د ګومل ولسوالۍ د کلينيک کارکوونکى نجیب مایار هم وايي، چې د کلینیکونو ټول کارکوونکي له ورته ستونزو سره مخامخ دي او که یې پر وخت غم ونه خوړل شي، روغتیايي مرکزونه تړي او دندې پرېږدي، چې مسوولیت به یې بیا د عامې روغتیا ریاست او OHPM موسسې پر غاړه وي.

د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر اسدالله رسولي هم د هغوی یادې ستونزې مني او وايي چې په دې ولایت کې د روغتیا په برخه کې کارکوونکې موسسه OHPM یې باید ژر تر ژره ستونزې حل کړي، ترڅو ولس ته وړاندې کوونکي روغتیايي خدمتونه ټکني نه شي.

ده زياته کړه: "د عامې روغتیا ریاست ته د روغتیايي کارکوونکو د معاشونو کمول هیڅ د منلو وړ نه دي او د قانون له مخې د دولتي کارکوونکو معاشونه د کال په تېرېدو سره لوړېږي، خو دلته کیسه سرچپه روانه ده."

د هغه په وينا، کله چې دوی له کلینیکونو څارنه کړې، نو ورته معلومه شوې چې بېلابېل طبي وسایل او په ځانګړي ډول درمل کم او په ځنډ سره ورکول کېږي.

په پکتیکا کې د روغتیا په برخه کې د پلې کوونکې موسسې OHPM مشر ډاکټر سلام باورزی بیا وايي، چې دوی پر وخت ټولو روغتیايي مرکزونو ته درمل رسوي او تر اوسه په کې هیڅ ځنډ نه دی راغلی.

نوموړى مني چې د دغو روغتیايي مرکزونو د کارکوونکو معاشونه له تېرو درېیو میاشتو نه دي ورته اجرا شوي او په پلان کې ده چې په راتلونکې یوه اونۍ کې ورته اجرا شي، خو په وینا یې معاشونه یې ځکه کم شوي دي، چې دوی ورته کافي بودیجه نه لري.

د مرکز او ولسوالیو د کلینیکونو دغو مسوولینو خپلې غوښتنې د یوه پرېکړه لیک په ډول د پکتيکا ولایت د عامې روغتیا ریاست ته وسپارلې، تر څو یې ژر تر ژره مشکلات حل شي او په عادي ډول خپلو دندو ته ور وګرځي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.