کندهار (پژواک، ۲۰ غویی ۹۸): د کندهار ښار په عینو مېنه کې چاودنه شوې خو د څرنګوالي او زیان په اړه یې بېلابېلې څرګندونې کېږي.
دغه پېښه نن (د غويي ۲۰مه) غرمه د عینو مېنې اړوند پر اېن سړک رامنځته شوې ده.
د کندهار د والي ویاند عزیزاحمد عزیزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د عینو مېنې په یوه کور کې اورلګېدنه رامنځته شوې او وروسته ګازډبې چاودنه کړې ده، خو زیاتوي چې په دې پېښه کې درې کسان ټپیان شوي او نور زیان نه لري.
خو ځینې سرچینې بیا وايي، چاودنه د بلوڅانو په یوه کور کې شوې چې مرګ ژوبله هم لري.
دغه بلوڅان د کرښې له هغې غاړې بلوچستان ایالت څخه دلته راغلي او مېشت دي.
د شوې چاودنې له امله کور ته هم زیان اوښتی او ویجاړ شوی دی.
د دې سیمې یوه اوسېدونکي عبدالمتین پژواک خبري اژانس ته وویل، چاودنه ډېره درنه او وېروونکې وه.
د ده په خبره، دوی هم نه پوهېږي چاودنه څنګه او ولې شوې ده خو خلک یې سخت وېرولي دي.
د یادونې ده، څو میاشتې وړاندې هم په دې سیمه کې په ورته توګه په یوه کور کې چاودنه شوې وه چې یو شمېر بلوڅانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.
login or register a new account.