Language

په غزني کې د ماين چاودنې له امله اووه ماشومان وژل شوي

غزني ښار (پژواک، ٢١ غويى ٩٨) : چارواکي وايي چې د غزني په مقر ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله نهو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري دغويي په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن سهار د مقر ولسوالۍ اړوند د چمبرانو په سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه، چاودنه د وسله والو طالبانو له خوا د ځای پر ځای شوي ماين له امله شوې چې ٧ ماشومان يې وژلي او دوه نور ټپيان دي.

د نوموړي په وينا، دغه  پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې ياد ماشومان کلي ته څېرمه پر لوبو بوخت وو.

د والي وياند وايي چې وسله وال طالبان تل له استوګنیزو کورونو څخه د سپر او سنګر په توګه کار اخلي او ترڅنګ یې په  عامه لارو کې ماينونه ځای پر ځای کوي چې ډېری مهال یې قربانیان بې ګناه ملکي کسان وي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.