پل علم-تالقان(پژواک،٢١ غويى ٩٨): په لوګر او تخار ولايتونو کې د طالبانو د بريد له امله نهه امنيتي سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
د لوګر د والي وياند شمشاد لاروي د غويي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو په مرکز پل علم کې د ښار پر امنيتي کمربند بريد کړى دى.
هغه وايي چې د دغه بريد په ترڅ کې پنځه پوليس وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي، خو طالبان له سيمې څخه تښتېدلي دي.
دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي جمشيد پژواک ته وويل چې جګړې يو ساعت دوام وکړ، طالبانو پوسته ونيوله، پوليس يې و وژل او وسلې يې له ځانه سره وړې دي.
بل لورته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو تېره شپه د لوګر د مرکز پل علم په شېروازه سيمه کې د حکومتي ځواکونو پر پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې څلور پوليس وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي او وسلې يې طالبانو ترلاسه کړې دي.
د يادونې ده چې ياده پوسته د پل علم ښار په درې کيلومترۍ کې پرته وه چې د ښار د ساتنې مسووليت يې درلود.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، وسله والو طالبانو تېره شپه د تخار ولايت د خواجه غار ولسوالۍ بازار ته څېرمه پر يوې امنيتي پوستى بريد کړى دى.
د تخار د والي وياند جواد هجري پژواک ته وويل چې په دغه بريد کې څلور امنيتي سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د هجري په وينا، جګړې يو نيم ساعت دوام وکړ چې په ترڅ کې يې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.