پلخمري (پژواک، ٢٢ غويی ٩٨): د بغلان امنيتي مسوولين وايي چې د وسله والو طالبانو د بريد له امله په مرکز پلخمري کې د تېلو دوو ټانکرونو اور اخيستى دى.
د بغلان د پوليسو وياند احمد جاوېد بشارت د غويي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو نن سهار د پلخمري اړوند په خواجه الوان سيمه کې د تېلو پر دوو ټانکرونو ډزې کړې دي.
هغه وايي: ((دغه ټانکرونه د ملکي خلکو دي، اور يې اخيستى دى خو ښه خبره دا ده چې چا ته په کې د سر زيان نه دى اوښتى.))
دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي هجرت الله پژواک ته وويل چې نن سهار اته بجې د بغلان- مزارشریف پر عمومي سړک د خواجه الوان په سيمه کې ډزې شوې دي.
هغه زياتوي: ((دغه ډزې د تېلو پر ټانکرونو شوې دي، وروسته بيا کله چې موږ وليدل دوو ټانکرو اور اخيستى و او تر اوسه لمبې ترې پورته کېدې.))
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، شاوخوا دوه مياشتې وړاندې يو شمېر سوداګرو پژواک ته شکايت کړى و چې د کابل- مزار پر عمومي سړک د بغلان ولایت په مربوطاتو کې د تېلو د ټانکرونو سوځولو پېښې زياتې شوې دي.
هغوئ ټينګار کړى وو چې حکومت بايد د دغو پېښو مخه ونيسي؛ ځکه دغه ډول پېښې د تېلو پر بيو منفي اغېز کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP