Language

بغلان کې چاودنې اووه ملکي وګړي ټپیان کړي دي

پلخمري (پژواک، ۲۴ غویی ۹۸): د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د مخابراتو رياست ته څېرمه د چسپکي ماين چاودنې له امله اووه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د بغلان د امنیي قوماندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت د غويي په ۲۴مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن له غرمې مخکې په پلخمري ښار کې مخابراتو رياست ته څېرمه د چسپکي ماين چاودنه وشوه.

هغه وايي چې دغه ماين په ټکسي موټر پسې نښلول شوی و چې د چاودنې له امله يې څلور کسان ټپيان شوي او ټول ملکي وګړي دي.

خو د بغلان د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکتر عبدالحلیم غفاري پژواک ته وويل چې له دې پېښې روغتون ته اووه ټپيان ور وړل شوي دي.

هغه وايي: ((ټول ملکي خلک دي، د يوه کس زخمونه لږ خطرناک دي، د شپږو نورو ډېر مشکل نشته دى.))

دا په داسې حال کې ده چې پنځه ورځې وړاندې په پلخمري کې یو کس هغه مهال چې غوښتل یې په یو شخصي موټر پسې چسپکي ماین ونښلوي، چاودنه یې پرې وکړه او ووژل شو.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.