کندهار (پژواک، ۲۴ غویی ۹۸): د کندهار ښار په نهمه ناحیه کې د څښاک اوبو د یوې شبکې جوړولو چارې پيل شوې او د دې سیمې ۱٠۸۵ کورنۍ به د څښاک له پاکو اوبو برخمن شي.
دغه شبکه نن د کندهار د والي حیات الله حیات، یو شمېر چارواکو او قومي مخورو له خوا پرانیستل شوه.
حیات پژواک خبري اژانس ته وویل، د اوبو دغه شبکه چې د ۴ میاشتو په موده کې جوړېږي د ۲۲ کیلومتره په اندازه ده چې ۱۲ میلیونه او ۶۰ زره افغانۍ لګښت پرې راځي.
هغه زیاته کړه، د دغې شبکې د جوړولو لګښت د ولسي تړون د ملي پروګرام له خوا ورکول کېږي چې په جوړېدو به یې د دې سیمې ۱۰۸۵ کورنۍ د څښاک پاکې اوبه تر لاسه کړي.
د ده په خبره، د دې پروژې په تطبیق سره به خلک نور له هغو ستونزو خلاص شي چې د اوبو د نشتوالي له امله ورسره مخامخ وو.
والي دغه راز یادونه وکړه د کندهار لپاره د برېښنا او څښاک پاکې اوبه برابرول د ولايتي ادارې لومړیتوب دی او د نورو تر څنګ به دغو برخو ته ډېره پاملرنه کوي.
د نهمې ناحیې اوسېدونکو له حکومت څخه مننه کوله چې د څښاک د پاکو اوبو په برخه کې یې د هغوی د کلونو کلونو ستونره حل کړه.
د دغې سیمې یوه اوسېدونکي تاج محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، نهمه ناحیه د کندهار ښار هغه سیمه ده چې تر ځمکې لاندې په کې اوبه ډېرې ټیټې شوې او خلک په اسانۍ اوبه نه شي موندلی.
دی وايي، خلک هومره اړ دي چې د څښاک اوبه له لرې ځایه په کراچیو کې راوړي او یا یې هم یو ټانکر له ۱۰۰۰ تر ۱۵۰۰ افغانۍ اخلي.
خو ده غوښتنه وکړه چې د اوبو د شبکې جوړول چارې دې په ټاکلې موده کې له کوم ځنډ پرته بشپړې شي.
په کندهار ښار کې د اوبو د دغې شبکې کار داسې مهال پیل شو چې اوسمهال د کندهار ښار اوسېدونکي د څښاک اوبو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي او یوازې ۷ زره کورونو ته د څښاک اوبو نلونه غځول شوي دي.
دغه شمېره د کندهار ښار د ټولو اوسېدونکو ۱۵ سلنه جوړوي.
login or register a new account.