ښرنه (پژواک، ٢٤ غويى ٩٨): په سويل ختيځ زون کي د ملی اردو د ۲۰۳ تندر قول اردو وايې، پکتيکا کې به د سيمه ييزې اردو په جوړيدو سره امنيت ټينګ شي.
دغه څرګندونې د دغې قول اردو قوماندان دادان لونګ نن د پکتیکا سیمه يیزې اردو د څه باندې ٨٠٠ سرتېرو په فراغت غونډه کې وکړې.
هغه وايي، د پکتيکا د اوو ولسواليو اړوند دغه سرتيري به چې څلور مياشتى يې زده کړې کړي، له نن وروسته په خپلو اړوند ولسوالیو او کلیو کې ورځنۍ دندې پر مخ وړي.
چارواکي وايي د سیمه يیزې اردو دغه سرتېري به د پکتیکا په مرکز سربېره په یوسف خېل، خیرکوټ، ارګون، یحيی خېل، سروبي او شکین ولسوالیو کې نوې دندې پیل کړي.
لونګ وویل: "د پکتیکا د سیمه ییزې اردو په فعالیت سره به په دې ولایت سربیره په ګاونډیو ولایتونو کې هم امنیت ډاډمن شي."
د پکتیکا د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مشر خورشید امان کټوازي په دغو مراسمو کې وویل چې سیمه يیزه اردو به د دې ولایت په امنیت کې مهم رول ولري.
ده غوښتنه وکړه چې د پکتیکا په پاتې ولسوالیو کې دې هم په ورته ډول سرتيري په دندو وګومارل شي او تشکیل دې ورکړل شي.
د پکتیکا د سیمه ایزې اردو قوماندان ډګرمن نصیب وويل چې د اوس لپاره به دا سرتېري په اوو ولسوالیو کې دندې تر سره کړي.
د ده په وينا، هغه امکانات او تجهیزات چې د ملي پوځ نور سرتېري يې لري، د سيمه ييزې اردو ځواکونه به يې هم په واک کې ولري.
دوه تنه فارغ شوي سرتيري حيدر او امان اورګونی وايې، د خپل شوق له مخې د ملي پوځ له لیکو سره یو ځای شوي دی.
دوى وايي، د ډاډمن امنیت لپاره چمتو دي چې د پکتیکا هرې سیمې ته ولاړ شي او د خپلو خلکو خدمت وکړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP