کابل (پژواک، ۲۴غویی ۹۸): د کورنیوچارو وزارت وايي په څرخې پول کې د شخړې له امله، څلور بندیان وژل شوي، لس بندیان او د زندان شل کارکونکي ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د زندانونو او توقیف خونو ریاست ویاند پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن له غرمې وړاندې شاوخوا یوولس بجې د څرخې پول د څلورم بلاک بندیانو د لرګیو او کاڼو په واسطه له نشه یی توکو سره د مبارزې معینیت او څارنوالۍ پر کارمندانو برید وکړ.
نوموړي وویل چې وروسته بیا د دې شخړې پای ته رسولو لپاره امنیتي ځواکونه لاس په کار شول.
هغه وایي چې په دې پېښه کې څلور زندانیان وژل شوي او څه باندې لس نور ټپیان دي.
دغه راز هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې د زندان شل کارکونکي هم ژوبل شوي دي.
نوموړي چې نن مازدیګر شاوخوا پنځه بجې په دې اړه خبرې کولي د جزییاتو له ورکولو پرته او دا چې په پېښه کې وسلې کارول شوي دي که نه ؟ وویل چې اوس د زندان وضعیت د امنیتي ځواکونو په ولکه کې دی.
همداراز د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته ویلي دي چې په دې پېښه کې څلور بندیان وژل شوي، دیارلس بندیان ټپیان دي او شل پولیس هم ژوبل شوي دي.
خو ځیني خلک بیا وايي چې د کابل په څرخي پول زندان کې وسلواله نښته شوې ده.
یو کس چې نوم یې و نه ښود پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ماما زوی یې په څرخي پول زندان کې بندي دی هغه ته یې ویلي دي چې په څرخي پول زندان کې وسلواله نښته شوې ده.
هغه د ماما زوی له قوله وايي چې په دې نښته کې یو شمېر بندیان وژل شوي او ټپیان دي.
د ټولنیزي شبکې فیسبوک ځیني کارونکو د جزییاتو له ورکولو پرته ویلي دي چې په څرخي پول زندان کې نښته شوې ده.
نیک محمد اقا نږدې یو ساعت وړاندې د مازدیګر (۴:۴۵ ) بجو په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي : (( د څرخي پول په زندان کې ډزې روانې دي.))
عبدالمالک نیازي د نیک محمداقا په ځواب کې کاږلي دي: ((فکر کوم چې د نشه یي توکو بندیانو په بلاک کې نښته رامنځ ته شوې ده.))
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP