Language

سوداګرو د کندوز- شېرخان بندر لویې لارې پر نا امنیو اندېښنه وښوده

کندوز ښار (پژواک، ٢٥ غويی ٩٨): په کندوز کې يو شمېر سوداګر او د سوداګرۍ خونې مسوولين د کندوز- شېرخان بندر لويې لارې د نا امنيو په اړه اندېښمن دي او ټينګار کوي چې بايد پر دغې لويه لار امنيتي پوستې ډېرې شي.

د اړوندې موضوع په اړه په شېرخان بندر کې د سوداګرۍ خونې استازي مسعود وحدت د غويي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې د کندوز- شېرخان بندر لويې لارې امنيت خراب شوى دى.

هغه د نا امنيو کومه بېلګه وړاندې نه کړه خو زياته يې کړه: ((دغو نا امنيو مستقيم د سوداګرو پر کار وبار اغېز کړى، دغه نا امني د دې لامل کېږي چې له دې ولايت څخه پانګونه نورو ولايتونو او ان تاجکستان هېواد ته انتقال شي چې دا بيا د کندوز لپاره يوه لويه ضربه ده.))

همدارنګه په شېر خان بندر کې يوه سوداګر فريد احمد پژواک ته وويل چې ناپېژاندو وسله والو تېره اوونۍ پر همدې لار د ده له توکو پر ډک موټر ډزې کړې دي.

دى وايي: ((ښه شو چې د موټر سرعت ډېر و، کنه موټر يې ودراوه او موږ يې اختطاف کولو.))

دغه راز يو بل سوداګر سردار احمد پژواک ته وويل چې ډېرى وخت پر همدې لار د وسله والو له لوري د پيسو ترلاسه کولو لپاره سوداګر تښتول کېږي.

هغه زياته کړه: ((پخوا پر دې لار پوستې وې، اوس يې پوستې ټولې کړې، دا يوى مشکل دى، لويه لار ټوله نا امنه شوې ده.))

همدارنګه يو شمېر نورو سوداګرو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې د دې لويې لارې د امنيت د ټينګښت او د پوستو ډېرولو غوښتنه وکړه.

بل لور ته په دې اړه د کندوز امنيه قوماندان سمونوال منظور ستانکزي پژواک ته وويل چې ډېر ژر به د دې لويې لارې د امنيت د تامين لپاره اقدام وکړي.

ده وويل: ((دغه موضوع د ولايت په امنيتي غونډه کې مطرح کوم او ډېر ژر به ورته امنيتي تدابير ونيسو.))

د قوماندان په وينا، سوداګر د هېواد ملي پانګه ده او په هر ډول شرايطو کې يې د امنيت د تامين لپاره هلې ځلې په کار دي.

د يادونې ده، څو مياشتې وړاندې د کندوز د سوداګرۍ خونې مسوولينو ويلي وو چې په دغه ولايت کې د نا امنۍ له امله شاوخوا څلور سوه سوداګرو په شېرخان بندر کې خپل فعاليتونه درولي دي.

login or register a new account.