Language

په پکتيا کې پنځو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

ښرنه (پژواک ٢٥ غويى ٩٨): له پکتيکا ولايت څخه پکتيا ته په امنيتي او اکمالاتي کاروان بريد او چاودنه شوې چې له امله یې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له پکتيکا څخه پکتيا ته د پوليسو په اکمالاتي کاروان د پکتيا د زرمت ولسوالۍ اړوند سورکۍ سيمه کې د ماين چاودنه شوې چې له امله يې دوه پوليس ژوبل شوي او يو هاموې ټانک ويجاړ شوى دى.

يوې امنيتي باوري سرچينې چې نه غواړي نوم يې خپور شي، پژواک ته وويل چې تېره شپه او ورځ د پکتيکا او پکتيا ترمنځ د غځېدلي سرک پر سر په امنيتي پوستو او اکمالاتي کاروان بريد او چاودنه شوې ده.

د ده په وينا، د ماين په چاودنه کي دوه پوليس وژل شوي او دری نور ژوبل شوي دي، چې په وژل شويو کسانو کي د امنيې قوماندانۍ اړوند د ټولي سيار مرستيال محمد جان هم شامل دی.

دى زياتوي، د پوليسو هاموې ټانک هم له منځه تللی دی.

د يادونی وړ ده چې وسله والو طالبانو تر دې دمه د يادې پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.