Language

په کندهار کې د هېواد په کچه د هسک بیرغ جوړولو چارې پيل شوې

کندهار (پژواک، ۲۶ غویی ۹۸): په کندهار کې د هېواد په کچه د لوړ او دنګ بیرغ جوړولو چارې پیل شوې.

دا به یواځې د هېواد په کچه نه، بلکې د سیمې په کچه تر ایران وروسته دویم تر ټولو لوړ بیرغ وي.

د دغه بیرغ د بنسټ ډبرې اېښودلو په مراسمو کې د کندهار د والي حیات الله حیات، د ولایتي شورا غړو، قومي مخورو او نورو ګډون کړی وو.

د کندهار والي حیات الله حیات وویل، دغه بیرغ به ۱۰۰ متره لوړوالی ولري او په خپله د بیرغ پراخوالی به ۳۵X۴۵ متره وي.

هغه زیاته کړه، د دغه بیرغ پر جوړولو ۱۰۰ زره امریکايي ډالر لګښت راځي چې د کندهار ملي سوداګر یې ورکوي.

د ده په خبره، د دغه بیرغ چارې به د روان کال د زمري تر ۲۸مې چې د استقلال د بېرته تر لاسه کولو سلمه کلیزه ده، بشپړې شي.

دی وايي، بیرغ زموږ ملي هویت او زموږ عظمت دی.  دا چې ولې د دغه بیرغ د نصبولو لپاره د ولایت مقام ودانۍ ټاکل شوې، والي وویل، د ولایت مقام اوسنۍ ودانۍ چې یو وخت د احمد شاه بابا د واکمنۍ پر مهال د ارګ په توګه کارول کېده، ملي شتمني ده او همدلته د بیرغ نصبول ځانګړی تاریخي ارزښت لري.

د کندهار د ولایتي شورا رییس سید جان خاکرېزوال وویل، دا د کندهار لپاره ځانګړی امتیاز دی چې د هېواد او سیمې په کچه تر ټولو لوړ بیرغ په دې ولایت کې جوړېږي.

د هغه په وينا، دغسې کړنې په خلکو کې خپلو ملي ارزښتونو ته درناوی زیاتوي.

تر دې مخکې په مرکز کابل کې د افغانستان په کچه د وزیر محمد اکبر خان پر تپه د هند په مرسته د ۶۵ متره ارتفاع په لرلو بیرغ جوړ شوی دی، خو په کندهار کې جوړېدونکی بیرغ به د ۱۰۰ متره ارتفاع په لرلو تر ټولو هسک وي.

login or register a new account.