Language

د بغلان د ډنډغوري سیمې بېځایه شوې کورنۍ مرستې ته اړتیا لري

پلخمری (پژواک، ۲۸ غویي ۹۸): د بغلان د مرکز پلخمري د ډنډغوري سیمې د لسګونو بې ځایه شوو کورنيو غړي وايي چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او حکومت بايد ورسره مرستې وکړي.

د اړوندې موضع په اړه د ډنډغوري د ساقي کلي اوسېدونکي سید محمد د غويي په ۲۸مه پژواک  خبري اژانس ته وویل چې دوه مياشتې وړاندې يې خپل کلى د جګړو له امله پرېيښی خو تر اوسه ورسره مرسته نه ده شوې.

هغه زياته کړه: ((د اويا کسانو لېست مې ولايت ته ورکړ، خو تر اوسه يې هېڅ کومک راسره نه دی کړى.))

دغه راز د همدغه کلي بل اوسېدونکي حاجي ذکر الله هم ورته شکایت لري او وايي: ((زموږ په کلي کې افغان ځواکونو پوسته جوړه کړه چې له هغه وروسته جګړې ډېرې شوې، نو موږ هم کلى پرېښود.))

د هغه په وينا، ښوونکى دى، د کور د کرايې ورکولو وس نه لري، حکومت بايد ورسره مرسته وکړي.

همدارنګه د سیمې بل اوسېدونکي حاجي شاولي وايي چې په کلي کې ډېر کورونه ويجاړ شوي او کليوال يې د جوړولو توان نه لري.

ده وويل: ((د خلکو کورونه د حکومتي ځواکونو په عملياتو کې خراب شوي اوس حکومت مکلف دى چې خلکو ته کورونه جوړ کړي.))

د يادې سيمې يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې هر څه ژر له دوی سره مرستې وکړي.

په دې اړه د بغلان د والي ویاند محمود حقمل پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې له ګڼو بې ځايه شوو کورنيو سره مرستې شوې دي او دغه لړۍ دوام لري.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.