Language

د ولسي جرګې ریاست د ستونزې د حل لپاره ۲۷ کسیز پلاوی وټاکل شو

کابل(پژواک،٣٠ غویی ۹۸): ولسي جرګې د ریاست پر څوکۍ د رامنځته شوې ستونزې د حل لپاره د پخواني پلاوي د لسو غړو په ګډون نوی ۲۷ کسیز پلاوی ټاکلی دی.

د غويي په ۲۸ مه د ولسي جرګې د ریاست د ټاکنو په دویم پړاو کې دوو نوماندانو (میر رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي) ته د رایو صندقونه کېښودل شول، خو د درېیو رایو د ورکېدو له امله د جرګې د غړو تر منځ شخړه رامنځته شوه، ځکه که ثابته شي چې په هغه ورځ د جرګې نصاب ۲۴۷ کسان وو دواړه نوماندان ناکام دي، خو که هغه ورځ نصاب ۲۴۴ کسان وي په هغه صورت کې رحماني ګټونکی دی.

تېره ورځ یو ۱۵ کسیز پلاوي (پنځه د رحماني پلویان، پنځه د اصولي پلویان او پنځه بې طرفه غړي) ته دنده ورکړل شوه چې د تېرې ورځې اصلي نصاب په ډاګه کړي.

خو د جرګې یو شمېر غړو دغه ۱۵ کسیز پلاوی غیرقانوني بللی او وايي، دغه پلاوی د ولسي جرګې له خوا نه تایید شوی.

په ولسي جرګه کې د کاپیسا د خلکو استازي میر حیدر افضلي نن له غرمې وروسته خبریالانو ته وویل، نوی ۲۷ کسیز پلاوی د جرګې د اکثریت غړو په رایو ټاکل شوی دی.

هغه زياته کړه، پنځه د رحماني پلویان، پنځه د اصولي پلویان چې د مخکني پلاوي غړیتوب یې هم درلود او د جرګې نور غړي په یاد پلاوي کې شامل دي.

نوموړي زیاته کړه، دغه پلاوی دنده لري چې ارشیف ته په مراجعه ثبت شوي انځورونه، ویډیوګانې او د ټاکنو پر ورځ د جرګې د غړو لاسلیکونه وڅېړي او په اړه یې د جرګې عمومي ناستې ته راپور وړاندې کړي.

 په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي میرویس یاسیني او د بلخ د خلکو استازي ګل الرحمن همدرد هم د افضلي خبرې تایید کړې دي.

 دا په داسې حال کې ده چې د تېرې ورځې په ناسته کې د همدې موضوع پرسر د جرګې د غړو تر منځ شخړه رامنځته شوې وه.

میر رحمان رحماني د ولسي جرګې نننۍ غونډه تعطیل کړې وه خو د نوموړي دغه اقدام د جرګې د غړو له مخالفت سره مخ شو چې له امله یې د جرګې ځینو غړو د ولسي جرګې پنځه ساتونکي ټپیان او د جرګې تالار ته داخل شول.

login or register a new account.