Language

«د ولسي جرګې ریاست پر څوکۍ د اختلاف د هواري پلاوي» ناسته بې پایلې وه

 

کابل (پژواک، ۳۰ غویی ۹۸): د ولسي جرګې یو غړی وايي، «د ولسي جرګې پر ریاست د اختلافونو د حل» پلاوي له ناستې د پنځو بېطرفه غړو له وتلو وروسته ناسته بې پایلې او دغه ستونزه پر خپل حال پاتې شوه.

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي عمر نصیر پژواک ته وویل، د یاد پلاوي کار هم بې پایلې پای ته رسېدلی؛ ځکه پنځه بې طرفه غړي له دې امله له پلاوي له ناستې وتلي چې دواړه لوري پر معاملو بوخت وو.

نوموړي د دې په روښانولو سره چې تر اوسه هم د ولسي جرګې د ریاست برخلیک معلوم نه دی، زیاته کړه: ((زه د خلکو د استازي په توګه اندېښنه لرم چې که یې غوښتي یې وي، دوه ډلې شي او قومي مسایل راپورته کړي، په پارلمان کې به زیاتې ستونزې رامنځته کړي.))

هغه په ډاګه کړه، د جرګې غړي هیله لري چې یاده ستونزه ژر تر ژره حل شي، څو په نږدې راتلونکي کې د خلکو ستونزو ته رسېدنه وشي؛ ځکه تر څو چې ولسي جرګه خپلې ستونزې حل نه کړي نه شي کولای چې د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د ولسي جرګې د ریاست پر سر د میر رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي ترمنځ د راپورته شوې ستونزې د حل لپاره تېره ورځ د دې جرګې د غړو ۱۵ کسیز پلاوي (پنځه کسان د رحماني پلویان، پنځه د اصولي پلویان او پنځه بې طرفه کسان) ته دنده ورکړې چې تر لازمو څېړنو وروسته په ډاګه کړي چې د ولسي جرګې د ریاست د ټاکنو په ورځ اصل نصاب معلوم کړي.

login or register a new account.