Language

د ولسي جرګې ستونزې د حل کمېټه سبا د خپل کار پایلې اعلانوي

کابل (پژواک، ٣١ غویی ۹۸): د ولسي جرګې یوشمېر غړي وايي، هغه ۲۷ کسیز پلاوی چې ددې جرګې غړو د ریاست څوکۍ ستونزې د حل لپاره ټاکلی و سبا د خپلو څېړنو پایلې د جرګې له عمومي ناستې سره شریکوي.

د غويي په ۲۸ مه د ولسي جرګې د ریاست د ټاکنو په دویم پړاو کې دوو نوماندانو (میر رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي) ته د رایو صندقونه کېښودل شول، خو د درېیو رایو د ورکېدو له امله د جرګې د غړو تر منځ شخړه رامنځته شوه، ځکه که ثابته شي چې په هغه ورځ د جرګې نصاب ۲۴۷ کسان وو دواړه نوماندان ناکام دي، خو که هغه ورځ نصاب ۲۴۴ کسان وي په هغه صورت کې رحماني ګټونکی دی.

تېره ورځ د یادې موضوع پرسر د جرګې د غړو له اختلاف وروسته د دغې موضوع د څېړلو لپاره ۲۷ کسیز پلاوی چې پنځه غړي یې د رحماني او پنځه غړي یې د اصولي او ۱۷ نور غړي یې بېطرفه دي وټاکل شو.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي میرویس یاسیني نن له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، د ټاکنو له بهیر څخه د ترسره شوې وېډیو په اړه څېړنې روانې دي او ۲۷ کسیز پلاوی سبا د خپلو څېړنو پایلې د جرګې له عمومي ناستې سره شریکوي.

یاسیني چې د یادې کمېټې غړیتوب نه لري ددغې ستونزې د پای ته رسېدو غوښتنه کوي او وايي، ارشیف ته مراجعه ستونزه حل کوي.

د یاد پلاوي غړي خان اغا رضايي هم وویل، د رایو له بهیر څخه د ثبت شوې وېډیو څېړنه روانه ده او کمېټه تر سبا خپل کار بشپړوي.

کمال ناصر اصولي خبریالانو ته وویل، د داخلي اصول او قانون مطابق  هره پرېکړه مني.

login or register a new account.