ايبک (پژواک، ٣١ غویی ٩٨): ولایتي مسوولین وايي، شپږ کسانو د سمنګان د روی دواب ولسوالۍ په ابخورک روغتیايي مرکز کې د پلار د سترګو پر وړاندې پر یوې قابلې تېری کړی او د یادې قضیې په تور نهه کسان نیول شوي دي.
د سمنګان د عامې روغتیا ریاست سرپرستې ډاکتر یاسین صفري بیان وویل، یاده پېښه د غويي میاشتې په ۲۵ او ۲۶مه شپه رامنځته شوې ده.
د نوموړي په خبره، د یادې قضیې د ګومارل شوي پلاوي راپور ښيي چې شپږ کوڅه ډبي کسان د دغه ولایت د روی دواب ولسوالۍ د ابخورک روغتیايي مرکز ته داخل شوي او د کلينیک د ساتونکي پښې یې تړلې، یو کس یې بیرون ساتونکي ته ولاړ دی او پنځه نور کسان کلینیک ته داخل شوي دي.
هغه زیاته کړه، د پلاوي معلومات په ډاګه کوي چې یاد پنځه کسان هغه خونې ته دننه شوي چې دوې قابلې او د یوې قابلې پلار په کې اوسېدل.
د عامې روغتیا سرپرستې د دغه راپور پر اساس وویل، یادو کسانو دواړه قابلې او د قابلې پلار وهلي ټکولي او د قابلې د پلار لاسونه او پښې یې ور تړلي دي.
د هغې په خبره، وروسته یادو شپږو کسانو پر یوې قابلې د هغې د پلار د سترګو پر وړاندې ډله ییز تېری کړی خو پر دویمه قابله یې چې میاشتنۍ ناروغي یې لرله، تېری نه دی کړی.
د سمنګان د عامې روغتیا ریاست یوې سرچینې وویل، هغه قابله چې جنسي تېری پرې شوی، له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې کار کاوه.
د سمنګان د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سید هاشم بیان وویل، پولیسو د دې پېښې په تور نهه کسان نیولي او د سمنګان امنیې قوماندانۍ ته یې انتقال کړي دي.
هغه زیاته کړه، تورن کسان له لومړنیو څېړنو وروسته د سمنګان استیناف څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
د سمنګان استیناف څارنوالۍ رییس نیازمحمد راسخ تایید کړه چې یاده قضیه څارنوالۍ ته رسېدلې او تر کار لاندې ده.
د ده په خبره، لومړنۍ څېړنې ښيي چې له یادو نهو کسانو څلور کسان تر ۱۸ کلونو کم عمر لري.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP