جلال اباد (پژواک، ۳۱ غويی ۹۸): د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د شخړې له امله د يوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او يو بل ټپي شوی دی.
چارواکي وايي، هغه کسان چې د بلې کورنۍ غړي یې وژلي، له سيمې تښتېدلي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د غويي په ۳۱مه پژواک اژانس ته ومنله چې د دغه ولايت په دره نور ولسوالۍ کې د دوو کورنیو خپلمنځي شخړه کې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دی وايي، تېره شپه د دې ولسوالۍ په شيمُل سيمه کې د حاجي ګلمیران او حسیب الله کورنیو ترمنځ د مخکنۍ دښمنۍ له امله شخړه رامنځته شوې ده.
دی زياتوي، د حسيب الله د کورنۍ کسانو د حاجي ګلمیران د کورنۍ درې غړي پر ډزو وژلي او یو بل يې ټپي کړى دی.
هغه زياته کړه، د یادې پېښې په رامنځته کېدو سره سم پولیس سیمې ته رسېدلي، که څه هم د حسیب الله د کورنۍ غړي له سیمې په تېښته بریالي شوي؛ خو پوليسو يې د نیولو هڅې پيل کړې دي.
په همدې حال کې په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازي عبدالکريم کريمي هم د يادې پېښې د رامنځته کېدو له امله اندېښنه څرګنده کړې ده.
هغه ټينګار کوي چې پوليس بايد هر څه ژر د پېښې عاملين پيدا کړي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن