Language

هند د افغانانو په مشرۍ، مالکیت او کنټرول د سولې له پروسې ملاتړ وکړ

کابل (پژواک، ٢ غبرګولى ٩٨): په کابل کې د هند سفير وايي چې هېواد يې د افغانانو په مشرۍ، مالکیت او کنټرول د سولې له پروسې ملاتړ کوي.

نوموړي دغه خبرې د هېواد د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب سره په کتنه کې کړې دي.

د ملي امنيت شورا له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې ډاکټر محب او کابل کې د هند استوګن سفیر ویني کمار د سولې بهیر په اړه بحث وکړ.

سرچينه کاږي چې کمار ډاډ ورکړ، هېواد یې د افغانانو په مشرۍ، مالکیت او کنټرول د سولې له هغې پروسې ملاتړ کوي، چې د ثبات لامل وګرځي.

ده ويلي، د سولې پروسې په اړه د هند دولت د دریځ تغییر رسنیو کې وروستي خپاره شوي راپورونه د هغه هېواد د رسمي موقف استازیتوب نه کوي.

login or register a new account.

Related Topics