کندوز ښار (پژواک، ٢ غبرګولى ٩٨): يوه سرچينه وايي چې د کندوز په ٢١٧ پامير قول اردو کې دننه يوه افسر ځان زندۍ کړی او مړ شوى دى.
په کندوز کې يوې امنيتي سرچيني د غبرګولي په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ٢١٧ پامير قول اردو په نظارت خونه کې يوه افسر ځان په دار کړى دى.
هغه وايي: ((دغه کس د ځينو جرمونو د ترسره کولو په تور نيول شوى و چې بيا نظارت خانې ته اچول شوى و خو بېګاه يې ځان زندۍ کړی او مړ شوى دى.))
سرچينې په دې اړه د نورو جزئيات له ورکولو ډډه وکړه.
بل لور ته د پامير قول اردو وياند غلام حضرت کريمي په دې اړه بې خبري وښوده خو هغه پژواک ته وويل چې په دې تړاو به جدي پلټنې ترسره شي او پايلې به يې له رسنيو سره شريکې شي.
د يادونې ده، څو مياشتې وړاندې يو بل کس د کندوز په امنيې قوماندانۍ کې دننه ځان پر ډزو وويشت چې بيا مړ شو.
login or register a new account.