کندهار (پژواک، ۳ غبرګولی ۹۸) : د کندهار ښار په عینو مېنه کې د موټر بم برید له امله یو شمېر کسان ټپیان شوي دي.
دغه موټر بم برید د یوه کرولا موټر په وسیله دشپې په شاوخوا دوولس نیمو بجو د عینو مېنې د ۲۱ او ۲۲ سړک ترمنځ شوی دی.
د کندهار امنیه قوماندان تورنجنرال تادین خان وایي چې په دې سیمه کې د ملي امنیت د مخکني ښاري مدیر ظاهر شاه کور دی او موټر بم هم د هغه د کور مخې ته شوی دى.
هغه زیاته کړې، دا چې ددغه برید هدف ملکي وګړي او که همدغه امنیتي مسول و، په دې اړه څېړنې روانې دي.
د نوموړي په وینا، له بده مرغه په دغه برید کې د شپږو ماشومانو او څلورو ښځو په ګډون لس کسان ټپیان شوي دي.
تادین خان وایي، په عینومېنه کې د موټر بم برید هدف لا تر اوسه معلوم نه دی، خو هلته د بلوڅانو شتون یوه بې ځایه او درواغجنه ادعا ده.
عیني شاهدان وایي چې چاودنه ډېره قوي وه او د شاوخوا کورونو ښیښې یې هم ماتې کړې دي، ځینې سرچینې د یو شمېر کسانو د وژل کېدو خبره هم کوي.
ددې برید مسوولیت تر اوسه چا نه دى منلى .
login or register a new account.