کابل (پژواک، ٤ غبرګولی ۹۸): د ولسي جرګې د رياست ټاکنو په تړاو د دې جرګې د غړو د اوومې ورځې ناسته هم بې پايلې پای ته ورسېده.
د غويي په ٢٨مه د ولسي جرګې رياست د ټاکنو په دويم پړاو کې دوو تنو (ميررحمان رحماني او کمال ناصر اصولي) ته چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې يې تر نورو ډېرې رايې لرلې، د رايو صندوقونه کېښودل شول، خو د درېيو رايو نادرکه کېدل د جرګې د غړو ترمنځ د ناندريو او شخړې لامل شول؛ ځکه چې که نصاب ٢٤٧ تنه شوى واى، نو دواړو نوماندانو ټاکنې بايللې او که ٢٤٤ تنه شوى واى، نو رحماني ګټونکى بلل کېده.
تر ډېرو ناندريو وروسته، تېره دوشنبه يو ٢٧ کسيز پلاوى وټاکل شو، څو دغه موضوع وڅېړي او په اړه يې د جرګې عمومي غونډې ته راپور ورکړي، خو دا کميسيون هم د اختلافاتو ښکار او بې پاىلې پاتې شو.
نن هم لسګونه وکيلان جرګې ورغلي وو او د ولسي جرګې په تالار کې ناست وو، خو هلته نه ژورناليستان پرېښودل کېدل او نه هم د ولسي جرګې له تلويزيون څخه په ژوندۍ بڼه خپرونې کېدلې.
خو يو تن وکيل چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک خبري اژانس ته وويل، هر چا په خپله خوښه په تالار کې خبرې کولې، د ولسي جرګې اداري پلاوي نشتوالي له امله ګډوډي ډېره وه.
په ولسي جرګې د خوست د خلکو استازي او د رياست لپاره پخواني کانديد کمال ناصر اصولي پژواک اژانس ته وويل، هېڅوک نه شي په زوره د ولسي جرګې د ر ياست څوکۍ ته ځان ورسوي.
هغه زياته کړه، ټول کارونه بايد د قانون په رڼا کې ترسره شي او دغه ستونزه دولسي جرګې د داخلي دندو قانون حل کولى شي، خو که ورته مراجعه وشي.
د کابل وکيل خان اغا رضايي چې د رياست د کانديد مير رحمان رحماني پلوى هم دى، وايي چې رحماني په درېيو مرحلو کې ګټونکى اعلان شوى دى.
هغه پژواک ته وويل، لومړى د ولسي جرګې موقت رييس بريالى اعلان کړ، بيا له ٢٧ کسيز کميسيون څخه ١٦ غړو ګټونکى اعلان کړ او اوس ١٣١ وکيلانو په لاسليکونو سره هغه ګټونکى اعلان کړى دى.
رضايي وايي، دوى به سبا په دې اړه وروستى تصميم نيسي او رحماني به د رياست پر څوکۍ کېنوي.
د فراه د خلکو استازې بلقيس روشن وويل، چې د رحماني او اصولي کسانو له تېرو اتو ورځو راهيسې ولسي جرګې يرغمل کړې ده.
هغې زياته کړه، دوى د ملت په فکر نه، بلکې د خپلو شخصي ګټو په فکر کې دي.
login or register a new account.