Language

په کندهار کې د درېيو داعشیانو په ګډون ۳۰ وسله وال نیول شوي

کندهار (پژواک، ۴ غبرګولی ۹۸): ملي امنیت په کندهار ښار او ولسوالیو کې د ۳ داعشیانو په ګډون ۳۰ وسله وال نیولي دي.

دغه کسان نن د غبرګولي په ٤مه، خبریالانو ته هم وښودل شول.

په دې اړه د کندهار والي حیات الله حیات وویل، په نیول شوو ۳۰ وسله والو کې ۳ تنه یې د داعش وسله والې ډلې غړي دي چې په سپین بولدک ولسوالۍ کې کونړ ته له تګ وړاندې نیول شوي دي.

هغه زیاته کړه، دغه کسان د پاکستان د پنجاب ایالت اوسېدونکي دي او کونړ ته د وسله والو د مرستې لپاره تلل چې په خپل دې جرم یې اعتراف کړی دی.

والي د پاتې ۲۷ وسله والو په اړه وویل چې د تاوتریخوالي په بېلابېلو پېښو کې یې لاس درلود او په تېرو دوو اونیو کې په کندهار ښار او ولسوالیو کې د عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.

د احمد حمید په نوم د داعش وسله والې ډلې غړي پژواک اژانس ته وویل، افغانستان ته په دې نیت راغلی چې دلته د افغان امنیتي ځواکونو او دولت پر ضد جګړه کې برخه واخلي.

هغه زیاته کړه: ((ماته مې ملګري وویل چې د مسلمانانو د مرستې لپاره به افغانستان ولاړ شو او راته یې وویل چې داعش د افغان دولت پر ضد جنګېږي، خو که زه خبر وای چې دا ټول مسلمانان دي، زه به  هيڅکله دلته نه وای راغلی.))

که څه هم پاکستان د افغانستان په جګړه کې لاس لرل ردوي، خو ډېری وسله وال چې نیول کېږي، نو یا د هغه هېواد اوسېدونکي وي او یا یې همالته روزنه تر لاسه کړې وي.

په کندهار کې د داعش وسله والې ډلې غړي په داسې حال کې نیول کېږي چې تېره اونۍ روسیې د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې د حضور پر پراختیا اندېښنه وښودله، چې وروسته بيا امريکا وویل، دوی د داعش فعاليتونه له نږدې څاري.

د یادونې ده چې دوې اونۍ وړاندې هم په کندهار کې د عبدالسلام په نوم د داعش ډلې د جلب جذب يو مسوول د افغان ځواکونو له خوا نيول شوی چې د کونړ ولایت اوسېدونکی و چې دې ولایت ته د جلب او جذب په موخه راغلی و.

login or register a new account.

Related Topics