Language

​د افغانستان مدافع وکیلانو مشرتابه شورا غړی وژل شوی

کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۹۸): د افغانستان د مدافع وکیلانو خپلواکې ټولنې د مشرتابه شورا غړی شبیراحمد کامه وال نن د ناپېژاندو وسله والو له لوري په کابل ښار کې ووژل شو.

د افغانستان مدافع وکیلانو خپلواکې ټولنې غړې نجلا راحیل پژواک خبري اژانس ته وویل چې شبیراحمد کامه وال نن سهار شاوخوا ۸:۳۰ بجې دندې ته د تلو پر مهال په سید نور محمدشاه مېنه (کارته نو) کې ووژل شو.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند فرامرز فردوس هم د شبیراحمد کامه وال وژنه تایید کړه او ویې ویل چې پولیس د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

ولسمشر محمد اشرف غني د مولوي کاموي په وژنې خواشيني ښودلې او او ويلي دي چې نوموړى د افغانستان قسم خوړلو دښمنانو د خپلو جنايتونو په دوام د امن او سلامتۍ په دې مبارکه مياشت کې وژلى دى.

ده زياته کړې، کاموي د هېواد پیاوړی دیني او علمي شخصیت و چې خپل عمر یې په هېواد کې د سولې او ورورګلوۍ او د ټولنې په خدمت کې تېر کړ.

هغه وايي: "د نوموړي شهادت د هېواد او هېوادوالو لپاره لویه ضایعه بولم او اړوندو امنیتي ارګانونو ته د یادې پېښې د هراړخیزې څېړنې ترڅنګ، قانون ته د هغې د عاملینو د ژر سپارلو لارښوونه کوم."

دا په داسې حال کې ده چې پرون هم د کابل نوي ښاراړوند سیمه کې یو وسله وال کس یو تن وواژه.

څو اوونۍ مخکې (د غويي ٢١مه) په ياده شوې سيمه کې د ولسي جرګې د د ديني او فرهنګي کمېسيون سلاکاره مينه منګل هم وژل شوې وه.

login or register a new account.