Language

د ولسي جرګې سلو غړو پر څو ټاکنیزو حوزو د غزني د وېش له طرحې سره مخالفت کړی

 

کابل (پژواک، ٦ غبرګولی ٩٨): په ولسي جرګه کې د غزني په ګډون د ځینو ولایتونو شاوخوا ۱۰۰ استازو پر څو ټاکنیزو حوزو د غزني ولایت د وېش له طرحې سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې دغه اقدام له قانون سره په ټکر کې دی.

د ولسي جرګې ټاکنې له غزني ولایت پرته په ټول هېواد کې د تلې میاشتې په وروستیو کې ترسره شوې، خو په غزني ولایت کې بیا د دغه ولایت د اوسېدونکو ترمنځ د اختلافونو له امله ترسره نه شوې او ټاکل شوې چې د روان کال د تلې په شپږمه له ولسمشرۍ ټاکنو سره یو ځای ترسره شي.

ولسمشر غني د روانې غبرګولي میاشتې په لومړۍ د ملي امنیت شورا د ناستې پر مهال د ولسمشرۍ ریاست دویم مرستیال سرور دانش او د اجرایه ریاست لومړي مرستیال انجنیر محمدخان ته دنده وسپارله چې پر ټاکنیزو حوزو باندې د غزني ولایت د وېشلو د طرحې پر څرنګوالي کار وکړي.

یادو استازو نن د ملي شورا په تالار کې یوه خبرپاڼه خپره کړه.

په خبرپاڼه کې چې په ولسي جرګه کې د دایکنډي د خلکو د استازي علي اکبر جمشيدي له خوا ولوستل شوه او په پای کې یې ۱۰۰ استازو لاسلیک کړی، په غزني ولایت کې د ۳۳ نورو ولایتونو په څېر د اساسي قانون مطابق چې له مخې یې یو ولایت یوه ټاکنیزه حوزه ګڼل شوې، د ټاکنو له ترسره کېدو څخه ملاتړ وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي: ((د غزني ولایت د پارلماني ټاکنو پر حوزو وېش له اساسي قانون څخه ښکاره سرغړونه او دوه ګونی چلند دی او په هېڅ صورت د منلو وړ نه ده.))

دغه راز سرچینې لیکلي: ((که حکومت په هر دلیل پر ټاکنیزو حوزو د غزني ولایت د وېش په لټه کې وي نو لومړی دې له قانون سره سم د هغه د قانوني حل لپاره په غزني ولایت کې دوه ولایتونه جوړ او د غزني ولایت په دوو ولایتونو کې دې د جاغوري ولایت د منظورېدو دوې ټاکنیزې حوزې جوړې کړي، د نوي ولایت جوړېدل هم د دوو ټاکنیزو حوزو لپاره قانوني لاره جوړوي او هم د خلکو یوه پر ځای غوښتنه پکې پوره کېږي.))

په خبرپاڼه کې له سیاسي ګوندونو، بنسټونو او څېرو، نړیوالې ټولنې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو (یوناما) د مرستیالۍ له پلاوي څخه په ټاکنیزو حوزو د غزني ولایت د وېش په تړاو د حکومت د پرېکړې په غبرګون کې د اقدام غوښتنه شوې ده.

login or register a new account.