Language

د ولسي جرګې لسمه ناسته هم بې پایلې پاى ته ورسېده

کابل(پژواک،٦ غبرګولی ٩٨): ولسي جرګې په خپله لسمه ناسته کې د جرګې د مدیریت لپاره پلاوی وټاکه، خو «د ولسي جرګې د ریاست ټاکنو د یوې جنجالي رایې» پرسر داناسته هم بې پایلې وه.

د غويي په ٢٨مه د ولسي جرګې رياست د ټاکنو په دويم پړاو کې دوو تنو (ميررحمان رحماني او کمال ناصر اصولي) ته چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې يې تر نورو ډېرې رايې لرلې، د رايو صندوقونه کېښودل شول، خو د درېيو رايو نادرکه کېدل د جرګې د غړو ترمنځ د ناندريو او شخړې لامل شول؛ ځکه چې که نصاب ٢٤٧ تنه شوى واى، نو دواړو نوماندانو ټاکنې بايللې او که ٢٤٤ تنه شوى واى، نو رحماني ګټونکى بلل کېده.

تر ډېرو ناندريو وروسته تېره اوونۍ يو ٢٧ کسيز پلاوى وټاکل شو څو دغه موضوع وڅېړي او په اړه يې د جرګې عمومي غونډې ته راپور ورکړي. په دغه پلاوي کې پنځه تنه د رحماني او پنځه تنه د اصولي پلويان او پاتې نور بې پرې کسان دي.

د یاد پلاوي یو شمېر غړو ویل، ثابته شوې چې د جرګې د هغې ورځې نصاب ۲۴۷ کسان وو، خو یو شمېر نور بیا وايي، د هغې ورځې نصاب ۲۴۶ کسان وو. په جرګه کې د هغې رایې پرسر جنجال روان دی چې مخکې لغوه شوې ده.

 پلاوي هم د یادې ستونزې د حل لپاره توافق ونه کړ او ویې ویل، د جنجالي رایې په اړه باید ددې جرګې په عمومي ناسته کې تصمیم ونیول شي، خو په عمومي ناسته کې هم د ځینو اختلافونو له امله تر اوسه تصمیم نه دی نیول شوی.

د رحماني پلویان وايي، ناسته باید د علني ټاکنو له لارې د باطلې رایې په اړه تصمیم ونیسي، خو د اصولي پلویان بیا وايي چې ټاکنې باید سري وي.

نن د جرګې د مدیریت لپاره یو پلاوی وټاکل شو چې د اختلافونو تر حل پورې به د یادې جرګې مدیریت کوي.

اقبال صافی، میرداد نجرابي، حبیب افغان، خان محمد وردګ او محمد رضا خوشک وطندوست هم په دې پلاوي کې شامل دي.

نن د یاد پلاوي په ګډون د جرګې یو شمېر غړو د مصلحت له لارې د اختلافونو د حل غوښتنه وکړه خو یو شمېر نورو بیا د قانون او اصولو له مخې د یادې ستونزې پر حل ټينګار درلود.

په ورته وخت کې یاد پلاوي اعلان وکړ چې سبا د یوې جنجالي رایې په اړه د علني او سري ټاکنو په تړاو بحث کوي.

login or register a new account.