ښرنه (پژواک ٦ غبرګولى ٩٨): د پکتیکا امنیتي مسوولين د دې ولایت په برمل ولسوالۍ کې د هوايې برید پر مهال د پنځو وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکوي، خو ځايې خلک وايي چې د اورګون په پيرکوتي سيمه کې ملکي وګړي وژل شوي دي.
د امنیه قومندانۍ ویاند شاه محمد ارین، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د برمل په شنه کلا او زوړ کډي سیمو کې تېر ماښام بې پیلوټه الوتکې د وسله والو یو سراچه موټر په نښه کړی دی.
ده زياته کړه، په یادو بریدونو کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي، د هغوی سراچه موټر او يوه اندازه مهمات هم په کې له منځه تللي دي.
که څه هم ځايي خلکو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي، خو د ارګون اوسېدونکي وایي چې تېره شپه د پیرکوتي په سیمه کې د ګډو ځواکونو له لوري په ترسره شویو عملیاتو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.
يوه سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپور شي، پژواک ته وويل، چې د اورګون په پير کوته سيمه کې د هوايې عملياتو پرمهال څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.
د پکتیکا والي ډاکټر مجیب الرحمن څمکنی وايي، ډېری وخت وسله وال طالبان د خلکو له کورونو د سپر په توګه ګټه اخلي او د هغوی له کورونو په امنیتي سرتېرو بریدونه کوي، نو ځکه هم کله کله ملکي وګړو ته له همدې امله زیان رسیږي.
هغه د يادو عملياتو په اړه څه ونه ويل.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې د پکتيکا د برمل ولسوالۍ په مياميو سيمه کې د هوايي او ځمکنيو عملياتو پرمهال ۱۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او د هغوى کورونه يې نړولي دي.
د يادونې وړ ده چې له تېرو څو ورځو را په دې لوري د پکتيکا په بېلا بېلو ولسواليو کې په پرله پسې ډول شپني عمليات کېږي، چې د وسله والو طالبانو په ګډون په کې ملکي وګړي هم وژل کېږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP