مزارشريف (پژواک، ۷ غبرګولی ۹۸): بلخ کې د روژې مياشتې په مناسبت پر درې زره بېوزلو کورنيو د مرستو د وېش لړۍ پيل شوه.
د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر د غبرګولي په ۷مه په مزارشريف ښار کې د دې مرستو د وېش په پروګرام کې وويل چې ياد کومکونه د سعودي عربستان له خوا له افغان بېوزلو کورنيو سره شوي دي.
هغه زياته کړه چې د يادو مرستو په لړ کې هرې کورنۍ ته ۴۹ کيلو بېلابېل خوراکي توکي ورکول کېږي.
رهګذر وويل چې دوی د سعودي عربستان د ملک فهد له خيريه بنسټ سره په تماس کې دي چې د جګړو له امله له بېځايه شوو کورنيو سره نورې مرستې هم وکړي.
د هغه په خبره، په بلخ کې د جګړو له امله شاوخوا ۲۰زره کورنۍ شته چې مرستو ته اړتيا لري او دوی هم هڅه کوي چې د بېلابېلو خيريه بنسټونو له لارې يادو خلکو ته مرستې جلب کړي.
په ټولنيزو چارو کې د کډوالو چارو وزارت سلاکار حيات الله سباوون پژواک ته وويل چې دغه مرستې د سعودي عربستان د هغو کومکونو يوه برخه ده چې له ۲۰زره افغان بېځايه شوو کورنيو سره يې کړې دي.
نوموړي وويل چې د يادو مرستو په لړ کې د کابل پر ۵زره کورنيو، د ننګرهار پر ۴۵۰۰ کورنيو، د کندهار پر ۴ زره کورنيو، د هرات پر ۳۵۰۰ کورنيو او نن د مزار پر ۳ زره کورنيو وويشل شوې.
په يادو مرستو کې ۷ قلمه مواد شامل دي چې ۱۰کيلو وړه، ۱۰ کيلو وريجې، ۱۰ لېتره غوړي، ۵ کيلو بوره، ۲ کيلو خرما او يو کیلو شين چای شامل دي چې د يوې کورنۍ لګښت يې ۵۰ ډالر کېږي.
هغه زياته کړه چې د دې تر څنګ کډوالو چارو وزارت هڅه کوي چې د جګړې له امله له بېځايه شوو بېوزلو کورنيو سره نورې مرستې هم راجلب کړي.
محمد نبي د غور ولايت له جګړو مزار ښار ته رابېځايه شوی دی. هغه د مرستو اخيستو پر مهال پژواک ته وويل چې کورنۍ يې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ وه.
هغه زياته کړه چې مزارشريف ښار ته له جګړو د رابېځايه شوو کورنيو شمېر زيات شوی او له همدې امله دوی ته هم د کار زمينه نه برابرېږي.
نوموړی زياتوي چې د روزانه مزدورۍ له لارې د خپل ژوند اقتصادي چارې تنظيموي خو دا هم وايي چې کومه ورځ باندې کار پيدا نه کړي نو حيران يې چې د شپې ډوډۍ به له کومه کوي.
login or register a new account.