ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي امنيت شورا سلاکار او د کورنيو چارو وزارت سرپرست اسلام اباد ته لاړل

د ملي امنيت شورا سلاکار او د کورنيو چارو وزارت سرپرست اسلام اباد ته لاړل

author avatar
28 May 2019 - 18:52
د ملي امنيت شورا سلاکار او د کورنيو چارو وزارت سرپرست اسلام اباد ته لاړل
author avatar
28 May 2019 - 18:52

کابل (پژواک ٧ غبرګولى ٩٨): د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د پاکستان پوځ مشر قمر جاوید باجوا په رسمي بلنې اسلام آباد ته ورسېد.

دغه مطلب په اسلام اباد کې د افغان سفارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلى دى.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې ډاکټر حمدالله محب نن له غرمې وروسته د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته ورسېد.

سرچينه کاږي، د پاکستان د پوځ لوی درستیز سره د رسمي ناستې او خبرو اترو ترڅنګ، ټاکل شوې ده چې محب د روژه ماتې په هغې مېلمستیا کې هم ګډون وکړي چې د باجوا له خوا چمتو شوې ده. 

د یادونې وړ ده چې په دې رسمي سفر کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مسعود اندرابي او د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار مرستیال محمد حمید تهماسي له محب ملتیا کوي

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.