پلخمري (پژواک، ۸ غبرګولی ۹۸): په بغلان کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه کې شپږ امنیتي سرتېري او څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت د غبرګولي په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د پلخمري اړوند د چشمه شیر په سیمه کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه شوې ده.
هغه وايي چې په دې جګړه کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
ده زياته کړه: ((په دې جګړه کې پولیسو ته زیان نه دی اوښتی او د ملي اردو سرتېرو ته د اوښتي زیان په اړه کره معلومات نه لرم.))
خو يوې بلې سرچينې پژواک ته وویل چې تېره شپه طالبانو په چشمه شير کې د امنيتي ځواکونو پر پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې شپږ امنيتي سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
بل لور ته د بغلان ولايتي روغتون يوې سرچينې هم پژواک ته وويل چې له يادې جګړې څلور امنيتي سرتېري په ټپي حالت کې روغتون ته ور وړل شوي دي.
بلخوا طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې طالبانو تېره شپه په چشمه شير کې د حکومتي ځواکونو پر پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې شپږ حکومتي سرتېري وژل شوي او نهه نور ټپيان شوي دي.
مجاهد زياته کړه چې په دې جګړه کې څلور طالبان هم ټپيان شوي چې روغتيايي حالت یې ښه دى.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې يو ځل بيا د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په بېلابېلو سيمو کې جګړو زور اخيستى چې خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP