تالقان (پژواک، ٨ غبرګولى ٩٨): د تخار ولايت اوسېدونکي وايي چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې په مرکز تالقانو او ولسواليو کې د شپې له مخې مخابراتي شبکې فعاليت نه کوي چې له امله يې خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.
بل لور ته د تخار حکومتي چارواکي هم دغه موضوع تاييدوي او وايي چې په دې اړه يې د مخابراتي شبکو له مسوولينو سره خبرې پيل کړې او ډېر ژر به دغه ستونزه هواره شي.
په دې اړه د مرکز تالقان د سراى سنګ سيمې اوسېدونکي جمشد اريا د غبرګولي په اتمه پژواک ته وويل چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې مخابراتي شبکې د مازديګر له پنځو بجو د سهار تر پنځو بجو پورې خپل فعاليتونه بند کړي دي.
ده وويل: ((د طالبانو په امر مخابراتي شبکو خپل فعاليت بند کړى، دا په دې معنا ده چې طالبان په دغه ولايت کې ډېر پياوړي شوي دي.))
دغه راز د تالقانو بل اوسېدونکي محمد حليم پژواک ته وويل چې د شپې له مخې د مخابراتي شبکو د فعاليت نه کول، خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
دى وايي: ((د شپې له مخې يو مريض پيدا کېږي، يوه بله مسئله کېږي، شبکې کار نه کوي، خلک حيرانه پاتې دي چې څه وکړي.))
د تخار يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له اړوندو چارواکو او طالبانو يې د دې ستونزې د ژر حل غوښتنه وکړه.
بل لور ته د يوې مخابراتي شبکې يوه مسوول د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل: ((طالبانو موږ ته ويلي چې د شپې له مخې به فعاليت نه کوئ او موږ مجبور يو چې عملي يې کړو کنه بيا موږ ته مشکل جوړوي.))
دغه راز په دې اړه د تخار والي عبدالحق شفق پژواک ته وويل چې د شپې له مخې د مخابراتي شبکو د فعاليت نه کول، يو غير قانوني عمل دى.
دى وايي چې د مخابراتي شبکو له مسوولينو سره په دې اړه خبرې رواني دي او ډېر ژر به دغه مسله حل شي.
بل لور ته طالبان هم دغه موضوع تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې طالبانو په تخار ولايت کې د مخابراتي شبکو فعاليت بند کړى؛ ځکه چې د مخابراتي شبکو فعاليت د طالبانو پر وړاندې ګواښونه ډېروي.
login or register a new account.