Language

​د غزني ده یک ولسوالۍ له یو کلن ځنډ وروسته بېرته دولتي ځواکونو نیولې

غزني ښار (پژواک، ٨ غبرګولى ٩٨): د غزني حکومتي مسوولين وايي چې له يو کلن ځنډ وروسته امنيتي ځواکونو د دهيک ولسوالۍ مرکز بېرته نيولى، خو طالبان بيا وايي چې د دې ولسوالۍ ډېرې برخې اوس هم د طالبانو په لاس کې دي.

پوره يو کال مخکې د روژې په مياشت کې وسله والو طالبانو پر دهيک ولسوالۍ بريد وکړ چې په ترڅ کې یې ١٣ امنيتي سرتېري ووژل شول او دغه ولسوالۍ هم طالبانو ونيوه.

خو د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د غبرګولي په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو تېره شپه د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د دهيک ولسوالۍ بېرته نيولې ده.

ده زياته کړه: ((له وړمې شپې راهيسې امنيتي ځواکونو د دهيک د نيولو لپاره هوايي او ځمکني عمليات کړي او بېګاه يې د ولسوالۍ مرکز نيولى دى.))

د نوري په وينا، د ولسوالۍ د نيولو پر مهال لس وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

دغه راز د ده يک اوسېدونکي روح الله پژواک ته وويل چې دغه ولسوالۍ له تېر يو کال راهيسې له طالبانو سره وه.

ده وويل: ((د ولسوالۍ د ودانۍ په مخ کې طالبانو ځنځير اچولى و  او له هر موټره به يې ماليه اخيسته خو بېګاه امنيتي ځواکونه ورته راغلي دي او د ولسوالۍ مرکز يې نيولى دى.))

بل لور ته طالبان هم په ده يک جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره شپه د ده يک په مرکز کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه شوې چې په ترڅ يې اته امنيتي سرتېري وژل شوي دي.

هغه وايي: ((حکومتي ځواکونو د ولسوالۍ پخوانى مرکز نيولى، هلته کله هم طالبان نه دي اوسېدلي.))

د يادونې ده، د غزني د خواجه عمري، زنخان، اندړو، ګیرو، واغظ، خوږیاڼي، جغتو او رشیدان ولسواليو مرکزونه د نا امنيو له امله نورو سيمو ته انتقال شوي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.