Language

د پکتیکا خلکو د جګړې له ښکېلو خواوو د اوربند جدي غوښتنه وکړه

ښرنه (پژواک، ١٠ غبرګولى ٩٨): د پکتیکا سلګونو اوسېدونکو په کوچني اختر او د سولې د خبرو په لړ کې د جګړې له ښکېلو ټولو اړخونو او جنګي ډلو د اوربند غوښتنه وکړه.

د پکتيکا د یحيی خېلو په ولسوالۍ کې د دغه ولایت د بېلابېلو سیمو مشران او ځوانان چې شمېر یې تر زرو تنو اوښت، راټول شوي وو، د جګړې په خلاف او د سولې په ملاتړ یې خبرې وکړې.

قومي مشر حاجي سرورخان وویل، جګړه د حل لاره نه ده، په تېرو ١٨ کلونو کې په جنګ کې هېڅ اړخ ونه ګټله، یوازېنۍ لاره د افغانانو خپلمنځي مذاکرات او خبرې اترې دي.

د هغه په خبره، په تېر کوچني اختر کې اوربند خلک د ژوند پر خوند پوه کړل او له طالبانو، امریکا او حکومته غواړي چې د ولس غوښتنې ته لبیک ووایي.

ده زیاته کړه، جنګي اړخونه دې د کوچني اختر تر څنګ د سولې د مذاکراتو په لړ کې اوږدمهال اوربند وکړي، څو په رښتینې توګه سولې ته ورسېږو.

یوه بل قومي مخور حاجي ګل خان هم وویل، دا ځل ولس د یوه اوږد مهاله اوربند هیله لري.

ده زیاته کړه، که د جنګ اړخونه په رښتیا ولس ته درناوی لري، د اختر له پیل سره سم دې خپل نیت په عمل کې روښانه کړي او د سولې خبرو تر پایلو دې اوربند وکړي.

د کټواز د ځوانانو په استازېتوب علي محمد سعادت وویل، د جنګ یوازېني قرباني افغانان دي، هر لور ته د افغانانو میندې بورېږي.

د ده په وينا، د جنګ اړخونه دې نور په افغان ولس زړه وسوځوي، د اوربند غوښتنې ته دې مثبت ځواب ورکړي.

نوموړي له طالبانو وغوښتل چې د خدای په خاطر او له امریکا يې وغوښتل چې د بشریت په خاطر دې چاودنې، بمبارۍ او افغان وژنه بنده کړي.

د پکتیکا یو شمېر نورو اوسېدونکو وویل، دا غږ یې له یوه سپېڅلي او مقدس ځای څخه پورته کړ، حکومت او طالبان چې ځانونو ته مسلمانان وایي، دې غوښتنې ته دې مثبت ځواب ورکړي.

د غونډې په پای کې یوه پرېکړه لیک هم ولوستل شو چې په دوو مادو کې یې په اختر او له اختر وروسته د اوربند غوښتنه شوې وه.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.