Language

په بغلان کې نهه سيمه ييز پوليس وژل شوي

پلخمری(پژواک،١١غبرګولى ٩٨):د بغلان په مرکز پلخمري کې د سيمه ييزو پوليسو او طالبانو ترمنځ جګړه کې نهه سيمه ييز پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د بغلان د ولايتي شورا غړي بسم الله عطاش د غبرګولي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د مرکز پلخمري اړوند د حاجي هاشم سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وويل چې په دغه بريد کې نهه سيمه ييز پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

ده زياته کړه: ((په دې وروستيو کې دلته د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې، له مرکز کابل نه بايد نور مسلکي کسان د قوماندې لپاره را ولېږل شي.))

دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي عبدالولي پژواک ته وويل چې تېره شپه د دوى په سيمه کې د پوليسو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

ده هم وويل چې په دغه جګړه کې نهه سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

خو بل لورته د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت پژواک ته وويل چې په دغه جګړه کې درې سيمه ييز پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

هغه وايي چې په دغه جګړه کې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

وسله والو طالبانو تر اوسه ددغې جګړې په اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه شپه د پلخمري په چشمه شېر سيمه کې د طالبانو د بريد له امله د ملي اردو شپږ سرتېري وژل شوي وو.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.