Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ايبک کې سېلابونو لسګونه کورونه نړولي دي

ايبک (پژواک ١٢ غبرګولى ٩٨): د سمنګان والي وايي چې د دې ولايت په مرکز ايبک کې د سېلابونو له امله لسګونه کورونه نړېدلي دي.

والي عبدالحفيظ ابراهيمي چې له سېلاب ځپلو سيمو کارته سبز، کارته مامورين، سرقد لرغان او شهرک نو له سيمو څخه ليدنه کوله، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې سېلابونو له امله د همدغو کليو له سلو زيات کورونه ويجاړ شوي دي.

ده زياته کړه، د دې سيمو خلکو ته زيات مالي زيانونه اوښتي، خو د ځاني تلفاتو په اړه تراوسه پورې معلومات نشته.

د هغه په وينا، سيمې ته پلاوى لېږل شوى ترڅو د اوښتو تلفاتو کره کچه معلومه کړي.

نوموړي له اړندو حکومتي مسوولينو او خيريه موسساتو وغوښتل چې له دغو خلکو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.